په لغمان کې له اووه کلنې خوابدۍ وروسته د دوو کورنیو پخلا کېدل

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۴۲
په لغمان کې له اووه کلنې خوابدۍ وروسته د دوو کورنیو پخلا کېدل
شنبه/صفرامظفر/۲۴/۱۴۴۸ د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ سایګل درې اړوند دموکي کلي کې د سیمه ییزو مشرانو او متنفذینو په همکارۍ او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه خوابدي او شخړه حل او فصل شوه. دغه شخړه چې شاوخوا ۷ کاله وړاندې د پیسو د وېش په سر رامنځته شوې وه، له امله یې د یادو کورنیو ترمنځ اختلافات جوړ کړي وو، چې پرون ورځ د یوې دودیزې مرکې په ترڅ کې د دوی ترمنځ روغه جوړه وشوه. د روغې جوړې پرمهال مخورو مشرانو وویل چې دواړه کورنۍ به یو بل ته درناوی کوي او د ورورولۍ په فضاء کې به ژوند تېروي. د پخلاینې په دغو مراسمو کې ښکیلو لورو د تلپاتې سولې ژمنه وکړه او د یو بل ترمنځ یې د ورورولۍ فضا رامنځته شوه. د روغې جوړې د استقرار په موخه له طرفینو څخه یو تعهد لیک هم واخستل شو چې پکې پر یو لړ موضوعاتو توافق وشو ترڅو دواړه لوري په راتلونکې کې یو بل ته زیان ونه رسوي. د سیمې اوسېدونکو د سرحدونو، قومونو او قبایلوچارو له مسؤلینو څخه مننه وکړه او دا یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهم ګام وباله دواړو کورنیو غړو د روغې جوړې هرکلی وکړ او خوښي یې څرګنده کړه چې له اوږدې مودې وروسته یې شخړه په دوستۍ بدله شوه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu