په لغمان ولایت کې د همغږۍ او یووالي په موخه غونډه جوړه شوه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۸:۵۱
Mobta

سه شنبه/شعبان/۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو معنيت له لوري په لغمان ولایت کې د ولسونو، قومونو او قبایلو د همغږۍ او یووالي په موخه یوه لویه غونډه رابللی وه چې په یاده غونډه کې د همدې وزارت سرپرست ښاغلي الحاج ملا نورالله نوري، د وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین ملا عبدالخالق عابد، ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت والي، ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او علماوو ګډون کړی وو.

په پيل کې د یاد ولایت والي او نورو مسؤلینو ټولو راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د لغمان ولایت د قومونو له اړخه يې د يووالي او همغږۍ ډاډ ورکړ. 

Mobta

د غونډې په دوام د قومي مشرانو او علماوو له جملې څو تنو خبرې وکړې او د خپلو سيمو يو لړ ستونزې يې هم شريکې کړې. يو تن مشر پخپلو خبرو کې وويل: د یوه مستحکم اسلامي نظام د برم، د اسلامي شعائرو او ارزښتونو ساتل او نافذول د ټولو افغانانو یو ارمان و چې الحمدلله پوره شوه، اوسنی نظام د ولس د ۴۳ کلونو هیله وه چې پوره شوه،  دوی په خپلو خبرو کې د ښاغلي نوري هڅې چې د تیرځل ولایت کولو په دوره کې یې ترسره کړې وې وستایلې له حکومت او ورغلي پلاوي څخه یې د زراعت، پراختیايې او اقتصادي پروژو او کوچيانو ته د څړځایونو او زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

په اخیر کې سرپرست وزیر ښاغلي نوري په خپل وینا کې د لغمان د مجاهد ولس د جهاد او قربانيو ستاينه وکړه او د خلکو د غوښتنو په ځواب کې يې وویل: د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ډير بنسټيز پلانونه تر لاس لاندې لري، د زراعت په برخه کې به په راتلونکو څو کلونو کې يو انقلاب ووينو.

 دا حقيقتونه بايد درک کړو چې اسلامي امارت د خپلو خلکو غوښتنو ته لومړيتوب ورکوي.

د نفتو په برخه کې د قشقرې استخراج يو ښه پيل وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu