په فراه ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۹:۱۸
خبر

١٦/٨/١٤٤٥ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په فراه ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبد الخالق عابد اخوند، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، د یاد ولایت والي مولوي غوث الدین رهبر، ځایي مسؤلینو، دیني علماء کرامو، قومي مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو د خبرو پر مهال د اسلامي امارت د حاکمیت وروسته په هیواد او یاد ولایت کې امنیت لویه لاسته راوړنه یاده کړه، او د دې تر څنګ یې له مسؤلینو څخه د مکتبونو، شفاخانو، سړکونو، پلچکونو جوړولو او ځینې نورو ځایي ستونزو د حل یادونه وکړه.

د غونډې پر مهال د یاد ولایت والي ښاغلي رهبر راغلیو مېلمنو او د یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د الله تعالی لوی احسان وباله، چې د اتفاق او اتحاد لپاره په هیواد کې داسې مثمرې غونډې ترسره کیږي.

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي حقاني قومي مشرانو ته د ژبني او قومي تعصب څخه د ځان ساتلو په اړه وویل چې مونږ باید قومي، ژبني او علاقایې ذهن جوړ نه کړو په داسې وړو ذهنونو باندې نظام نه ساتل کیږي، څوک چې د قوم او عصبیت په نوم مړ شي هغه د دې امت څخه نه دی، مونږ باید په ګډه نظام وساتو.

د غونډې په پای کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد صاحب وویل، دا چې موږ دلته راغلي یو دا د ځان لپاره افتخار بولو چې د دې کړېدلې ملت خدمت وکړو، ښاغلي عابد مجاهدینو ته توصیه وکړه چې د هیوادوالو سره نرم چلند او اسانتیا وکړي، او زیاته یې کړه چې مونږ تل د ولسونو تر څنګ ولاړ یو، د دوی د ستونزو او مشکلاتو د حل لپاره به کوششونه او هلې څلي وکړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu