په فراه ولایت کې له خلکو سره د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه وشوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۹:۵۴
غونډه

 

یکشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۰

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال د یوه پلاوي په مشري په فراه ولایت کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام لويه ولسي غونډه جوړه کړه، چې پر مهال یې ولایتي مسؤلینو، د ولسوالیو استازو، دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. 

قومي مخورو د غونډې په ترڅ کې د ولسونو ترمنځ په لا ښې همغږۍ او خپلمنځي یووالي ټینګار وکړ، زیاته یې کړه:  اشغالګر دلته یوازې د ظلم او وحشت لپاره راغلي وو، د بیا ځلې لپاره باید ورته د راتلو زمینه برابره نه کړو. دوی اسلامي نظام ساتل او په استحکام کې یې ونډه اخیستل د هر افغان دنده وبلله او د اسلامي امارت د زعیم امیر حفظه الله فرمانونو او اوامرو ته یې لبیک ووایه.

 قومي مشرانو د ډاډ په څرګندولو سره وویل لکه څنګه مو چې د اسلامي نظام د استحکام او خپلواکۍ لپاره قربانۍ ورکړې، اوس هم د دې نظام د بقاء لپاره چمتو یو.

 
د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد غونډې ته په خبرو کې د افغان ولس مېړانه وستایله او د زبرځواکونو شړل یې لومړی د الله تعالی احسان او بیا د ولس د قربانیو برکت یاد کړ. هغه زیاته کړه: دا نظام د دې ولسونو په قربانیو راغلی، خدمت او ساتنه یې زموږ مسؤلیت دی. هغه وویل: دا نظام ستاسو نظام دی، پرون که د جهاد وخت و، نن هغه وخت را رسېدلی چې دا نظام له دښمنانو وساتو او پرځان بسیاینې ته یې ورسوو. 

د غونډې په ترڅ کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس شیخ نیک محمد افغاني هم خبرې وکړې ویې ویل: د افغانانو یووالی او اتحاد وو، چې د نړۍ لسګونه هیوادونه مو له پاکې خاورې په ټيټو سترګو ووتل او له اسلامي نظام څخه یې برخمن شوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu