په سمنګان ولایت کې دوې بېلابېلې شخړې چې د خلکو تر منځ یې ستونزې را پیدا کړې وې، هوارې شوې

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۹:۳۲
شخړې

په سمنګان ولایت کې د بېلابېلو ناستو پر مهال دوه شخړې چې یوه یې د ترافیکي حادثې په نتېجه کې د یوه سړي د وژنې له کبله او بله یې د دوو کسانو ترمنځ د فزیکي جګړې له امله رامنځته شوې وه، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت، سیمه ییزو مشرانو او د شخړو د حل کمېسیونونو له لوري حل شوې. د پورته شخړو له جملې لومړۍ یې یوه اوونۍ وړاندې د یوه ۵۸۰ ډوله موټر د ترافیکي پېښې پرمهال د یوه کس د مړینې له امله رامنځته شوې شخړه وه، چې د مصلحینو او مسؤلینو په همکارۍ د دواړو لوریو له قناعت وروسته حل شوه او دواړو خواوو پکې یو بل ته بښنه وکړه. دویمه یې د دوو کسانو ترمنځ د یوې موضوع پرسر د یو بل وهلو او اخ او ډب منازعه وه، چې له وجهې یې دواړو کورنیو یو بل ته زیات خنډونه جوړ کړي وو، د یاد آمریت مسؤلینو او قومي مخورو د یوې ناستې په ترڅ کې په سوله او دوستي بدله کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu