په زابل ولایت کې پېښه شوې شخړه حل شوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۸:۵۷
شخړه

۲۷/۱۰/۱۴۴۵

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سر درې، دولت او امني کلیو تر منځ د روژې په ۲۶ مه نېټه د ځمکو پر سر راپېښه شوې شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري په مشرۍ د یوه اصلاحي هیئت په منځکړیتوب حل شوه. 

دغه هیئت چې د یادې ولسوالۍ ولسوال سید نوراغا راحت، امنیه قومندان  نورالله صدیقي،  ۶ تنه ځایي علماء او لس تنه قومي سپین ږیري پکې مصلحین ټاکل شوي وو، د موضوع په اړه یې پوره تحقیق او څېړنه وکړه، وروسته له پوره پلټنې یې د دواړو لوریو ترمنځ عادلانه پرېکړه وکړه چې دواړه لوري یې په منلو راضي شول او یو بل ته یې د پخلاینې غېږه ورکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۷
Background image

د بغلان ولایت له قومي مشرانو او عالمانو سره کتنه

پنجشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د بغلان ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۲
Background image

په سمنګان ولايت کې دوې بېلابېلې شخړې حل شوې

پنج شنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

په سمنګان ولايت کې د دوو کورنيو تر منځ د مهر پر سر هغه ۱۴ کلنه شخړه هواره شوه، چې د دغه کورنيو ترمنځ يې ژور خپل منځي اختلافات راپورته کړي وو. د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۹
Background image

په بادغيس ولایت کې ۱۵ کلنه شخړه حل او په بلخ کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۸

د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د دوو قريو تر منځ د ۱۵ کلنو هغه اوږده شخړه هواره شوه، چې پکې د وژنې ترڅنګ دواړو خواوو ته ګڼ مالي زيانونه هم رسېدلي وو.

دغې شخړې چې. . .

BACK TO NEWS