په زابل ولایت کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۰:۴۶
خبر

۱/۵/۱۴۴۵

په زابل ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ د مرکز قلات په شمول د ټولو ولسوالیو له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره ناسته وکړه. 

د ولسونو په استازولي څو تنو قومي مشرانو او دیني عالمانو د ورغلي پلاوي تر هرکلی کولو وروسته وویل چې ۴۸ کاله وروسته افغانان د امن پر ټغر را ټول دي چې دا ددې ولس د همکاري برکت دی. دوی زیاته کړه: موږ د خپلو قربانیو احسان پر چا نه اچوو، په تېر شل کلن انقلاب کې قربانۍ ورکول زموږ اسلامي وجیبه وه او د اوسني حاکم نظام ساتل هم خپل مسؤلیت بولو. دوی د اسلامي امارت په راتګ سره د هر چا د مال او عزت د خوندیتوب په اړه هم خبرې وکړې او په دغه ولایت کې د خلکو د ستونزو د حل غوښتونکې شول. 

ورپسې د یاد وزارت سرپرست ښاغلي نوري هم د اسلامي امارت بریا ته رسېدل د ولسونو د ملاتړ برکت یاد کړ او ویې ویل: د افغانستان د مجاهد ولس له قربانۍڅخه د نړۍ خلکو د ازادۍ فکر اخیستی او له خپلو حکومتونو څخه آزادي او خپلواکي غواړي. نوموړي همدا راز وویل: افغانستان د اقتصاد له پلوه په ځان بسیاینې ته نږدې دی ځکه د دې هیواد کانونه او د اوبو مدیریت زموږ د هیوادوالو ټولې اړتیاوې پوره کولای شي او زه دا ډاډ درکوم چې په راتلونکي کې به افغانستان د نړۍ هیڅ هېواد ته محتاج نه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu