په خوشحال خان عالي لېسه کې د کانکور د چمتوالي ازموینه

mobta_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۸:۰
Mobta

دوشنبه/۱۶/ذوالقعدة الحرام/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست اړوند په خوشحال خان عالي لېسه کې د زده کوونکو د بلدتیا او چمتوالي په موخه ازمایشې کانکور ازموینه واخیستل شوه. یاده ازموینه په داسي حال کې واخیستل شوه چې همدغو زده کوونکو ته له څه مودې را په دې خوا د کانکور د چمتوالي پروګرامونه د یاد وزارت اړوند د مسلکي معینیت په هدایت پیل شوي وو. دغه پروګرامونه د زده کوونکو د علمي سویې لوړولو او د کانکور له ازموینې سره د بلدتیا په موخه جوړ شوي وو. هیره دي نه وي چې د خوشخال خان عالي لېسه د سرحدي، لرو پرتو ولسوالیو او قبایلي زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابروي او د هغوی علمي ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کوي. د یادې لېسې د زده کوونکو له ډلې څخه زیات شمېر یې هر کال د هیواد معتبرو پوهنتونو ته د لوړو زده کړو لپاره بریالي کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هیواد په ګڼو ولسوالیو کې له کلیوالو مشرانو او قومي سپین ږیرو سره ناستې

پنجشنبه/ ۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو او آمریتونو له پلان سره سم، د هیواد د (۸) ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې له ځورېدلو قومونو،
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۸
Background image

اهدای تحایف برای شاگردان ممتاز  امتحان  سیرت النبی( صلی الله علیه وسلم)

 

دوشنبه ۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

شاگردان لیسه رحمان بابا مربوط وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل که در امتحان سیرت نبی نمرات برتر کسب نموده بودندطی محفل با حضورمولوی عبدالرحمن رحمانی رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۶
Background image

بلخ کې د شاوخوا پنځو لسيزو دوامدارې شخړې پای وموند

 

دوشنبه  ۲۹ ربیع الاول۱۴۴۷

د بلخ ولایت نهرشاه ولسوالي د شهرک افغانيه په کلي کې د دوه کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې د ملکيت پر سره را پورته شوې ۵۰ کلنه دوامداره شخړه، چې دواړو. . .

BACK TO NEWS

User account menu