په خوست کې ۲۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۴
په خوست کې ۲۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

شنبه /۸/ذوالقعده/۱۴۴۷
د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د لغوړي پیرانو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۸ کلنه دښمني، چې په ترڅ کې یې د دواړو خواوو یو ـ یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤولینو او ځايي قومي مشرانو په هڅو په دوستۍ بدله شوه.

د یادې دښمنۍ د پای ته رسېدو او روغې جوړې مراسم د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شول. وروسته مسؤولینو د سولې، بښنې او یووالي په اړه خبرې وکړي ویې ویل، د ولسونو ترمنځ دښمني یوازې وراني او تاوان زېږوي، خو سوله د پرمختګ او هوساینې لاره هوار وي. هغوی دا روغه د دواړه کورنیو ترمنځ د  متقابل احترام لپاره مهم ګام وباله او  د الله جل جلاله له درګاه څخه ورته  د سوکاله ژوند غوښتنه وکړه.

په پای کې مسؤولینو د یادې دښمنۍ د پای ته رسېدو لپاره پرېکړه لیک اعلان کړ، چې دواړو کورنیو ومانه او یو بل یې وبښل او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به په همکارۍ او تفاهم کې ژوند کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۱۴
Background image

کاپيسا کې د ۵ کلني بدي سربېره په فارياب او ارزګان کې د مرورو کورنيو پخلاينه

 

 شنبه ۵ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په نجراب ولسوالي کې د ولايتي مسؤلينو، قومي مخورو او منځګړو مشرانو په هڅو د دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۸:۴۲
Background image

د هېواد په ۷ ولايتونو کې له قومي مشرانو او عامو خلکو سره د اسلامي شریعت د نفاذ او ستونزو اورېدو غونډې تر سره شوې

 

پنجشنبه ۳ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د خپلو محلي ادارو د مسؤلينو په مشري د شریعت د احکامو د تنفيذ، یووالي او همغږۍ په موخه د هېواد په ۷. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

BACK TO NEWS

User account menu