په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کاله وروسته روغه جوړه وشوه
شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د خوست ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۵ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ یې دواړو کورنیو ته مالي زیانونه هم اړولي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب د یوې قومي جرګې په ترڅ کې پای ته ورسېده.
د یادې دوښمنۍ د حل په موخه لومړی له دواړو لوریو سره منځګړو جلا ناستې وکړې او د اختلافو د پای ته رسولو په اړه یې خبرې ورسره ترسره کړې. وروسته دواړه کورنۍ یوې قومي جرګې ته را وبلل شوې، چې د جرګه کوونکو د نصیحتونو او لارښوونو له اورېدو وروسته یې پخلاینې ته غاړه کېښوده او له یو بل سره یې د سولې او ورورۍ ژمنه وکړه.
په پای کې دواړو لورو خپله ۳۵ کلنه دښمني ته ورسوله او د قومي مشرانو او علماوو په حضور کې یې د راتلونکو اختلافاتو د مخنیوي او ورورۍ پر دوام هوکړه وکړه.
