په جوزجان ، سمنګان، کندز او پروان ولایتونو کې څلور شخړې حل شوې

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۵۳
په جوزجان ، سمنګان، کندز او پروان ولایتونو کې څلور شخړې حل شوې

 

يکشنبه ۷ ربيع الأول ۱۴۴۷
د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې ۶ کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ډېر اختلافات پيدا کړي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په همکاري حل او دواړه خواوې د دوستي په ټغر راټول شول. 

همدارنګه د کندز ولايت په مرکز کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې کورنۍ ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له لوري هواره او دواړه کورنۍ سره پخلا شوې. 

ورته مهال د سمنګان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو په دغه ولايت کې هغه درې کلنه کورنۍ شخړه هواره کړه، چې وخت ناوخت به يې يو بل ته ستونزې جوړولې.

د دې ترڅنګ  د پروان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمریت له مل پلاوي سره په ګډه د بغلان تاله او برفک ولسوالۍ ورسندان سيمې ته د خپل سفر په ترڅ کې هغه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې، چې څه موده وړاندې يې د ځينو مالونو او پيسو پر سر ترمنځ لوی جنجالونه رامنځته شوي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu