په بلخ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه حل شوه
۱۲/۱۱/۱۴۴۵
د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ د تلي ګک په سیمه کې یوه کورنۍ شخړه چې شاوخوا یو کال مخکې را منځته شوې وه، د یاد ولایت د د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو ریاست، علماوو او د شخړو د حل کمېسیون په همغږۍ حل او په دوستي بدله شوه.
د شخړې ښکېلو لوریو د مرکچیانو او مسؤلینو په هلو ځلو پخلاینې ته غاړه کېښوده او ژمنه یې وکړه چې یو له بل سره به د وروڼو په څېر ژوند کوي.