په بلخ ولایت کې دوې شخړې حل شوې
۱۲/۱۰/۱۴۴۵
د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په دوو جلا جلا ناستو کې د یاد ولایت د خلکو تر منځ د ځمکو پر سر رامنځته شوې دوه شخړې هوارې او په سوله بدلې شوې.
د دغو شخړو له جملې څخه یوه یې د چمتال ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ په ۲۵ جریبه ځمکه راپېښه شوې وه، چې له څه مودې راهیسې یې دواړو لوریو په خپل منځ کې اختلافات درلودل. دغه قضیه د یاد ریاست د مسؤلینو او قومي مشرانو په هڅو له پوره څېړنې وروسته حل شوه او ښکېلو لوریو یې پر حل خوښي څرګنده کړه.
دویمه شخړه د دولت آباد ولسوالۍ د قرشي ګک په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه چې د شخړو د حل د کمیسیون د یوه غړي مولوي عبدالقادر او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل او په دوستي بدله شوه.
په دواړو شخړو کې قومي مشرانو او په شخړه کې ښکېلو لوریو د جرګو او مرکو له لارې د خلکو ترمنځ د بدیو حل کول یوه ګټوره لاره وبلله او په ملي یووالي یې ټینګار وکړ.