په بلخ ولایت کې دوې شخړې حل شوې

khoram_admin
Sun, Apr 21 2024 11:48 AM
شخړه

۱۲/۱۰/۱۴۴۵
د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په دوو جلا جلا ناستو کې د یاد ولایت د خلکو تر منځ د ځمکو پر سر رامنځته شوې دوه شخړې هوارې او په سوله بدلې شوې. 

د دغو شخړو له جملې څخه یوه یې د چمتال ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ په ۲۵ جریبه ځمکه راپېښه شوې وه، چې له څه مودې راهیسې یې دواړو لوریو په خپل منځ کې اختلافات درلودل. دغه قضیه د یاد ریاست د مسؤلینو او قومي مشرانو په هڅو له پوره څېړنې وروسته حل شوه او ښکېلو لوریو یې پر حل خوښي څرګنده کړه. 

دویمه شخړه د دولت آباد ولسوالۍ د  قرشي ګک په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه چې د شخړو د حل د کمیسیون د یوه غړي مولوي عبدالقادر او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل او په دوستي بدله شوه. 

په دواړو شخړو کې قومي مشرانو او په شخړه کې ښکېلو لوریو د جرګو او مرکو له لارې د خلکو ترمنځ د بدیو حل کول یوه ګټوره لاره وبلله او په ملي یووالي یې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu