په بغلان ولايت کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام ترعنوان لاندې لويه ولسي ناسته ترسره شوه!

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۱:۵۷
ناسته

سه شنبه  ۲۱/۳/۱۴۴۶

په دغه لويه ولسي ناسته کې د ياد ولايت والي الحاج مولوي عبدالرحمن، د سرحدونو، قومونو چارو وزارت د جرګو او همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د جرګو او قبايلو چارو د همغږي معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني، د نازعاتو د حل مشاور مولوي محمد آجان رهبر قومي مشرانو او د رسنيو مسؤلينو برخه اخيستي وه.

قومي مخورو د اسلامي امارت په راتګ خوښي څرګنده کړه، د دې نظام کلک ملاتړ يې و کړ او ويې ويل: خوښ دې، چې افغان خاوره يوځل بيا د خپلو اصلي بچيانو لاس ته ورغلې ده ، ورځ په ورځ پرمختګونه دي او ژر ده، چې افغانستان د نړۍ سيال شي، دوئ د امنيت، سوله ييز ژوند او غښتلي نظام په شتون د الله شکر ادا کړ او غوښتنه يې وکړه چې ولسونو ته دې لا نور کار هم وشي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني له ولسونو مننه وکړه، چې د اسلامي نظام په قايميدو يې قربانۍ ورکړې هغه وويل: اوس په افغانستان کې اسلامي نظام دی، لکه څرنګه مو چې په لويو سرښندنو تر لاسه کړی همداسي به يې په سر، مال او د بچيو په قربانيو ساتنه کوو. هغه زياته کړه افغانانو چې هر وخت لاسونه سره يو کړي د نړې زبر ځواکونه او طاقتونه يې مات کړي دي.

د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد د دغه ولسي لويې غونډې ګډونوالو ته ورياده کړه، چې ننۍ خپلواکې، واحده رهبرې او منظمه حکومتولې زمونږ د تنکيو شهيدانو د وينو ثمره، د ولسونو د اتحاد او اتفاق برکت دی، نوځکه د حکومتولۍ  ټولې چارې هم پخپله سمبالوو. ښاغلي احمد زياته کړه، د اشغالگرو پر وړاندې د افغان ولس جهاد هدف د اسلامي نظام راتلل وو او لله الحمد هغه نظام دغه دې راغی، د ټولې نړۍ خلکو ترې عبرت واخيست چې عزت، حريت ، او آزادي د قربانيو نه بغير نا ممکنه ده.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت، د ولسونو د يووالي او اسلامي نظام د ثبات په موخه په بيلا بيلو ولايتونو کې دې ته ورته د همغږۍ او انسجام غونډې ترتيبوي تر څو د ولس او حکومت تر منځ فاصلې لا نورې هم رالنډې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu