په بامیانو او بلخ ولایت کې د دریو بېلابېلو شخړو پخلاینه
دوشنبه/۱۴/ جمادیالاولی ۱۴۴۸
د بامیانو ولایت د مرکز اړوند لاله خېلو په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه، چې درې کاله وړاندې رامنځته شوې وه، تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محبالله سجاد، د شخړو د حل کمېسیون غړو او متنفذو قومي مشرانو په منځګړیتوب د یوې دودیزې جرګې په ترڅ کې حل شوه.
د پخلاینې پرمهال دواړو لورو خپل اختیار لیکونه مصلحینو ته وسپارل او د هغوی پرېکړه یې ومنله، چې په دې سره یې روغه جوړه وشوه او له جرګه کوونکو سره یې ژمنه وکړه چې نور به د وروڼو په څېر یو له بل سره ژوند کوي.
دغه راز د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ د چهل ګزي سیمې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر ۶ کلنه شخړه هم د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي سردار محمد محمدي او قومي مشرانو په هڅو حل شوه. د دغې شخړې د پخلاینې پرمهال ښکېلو لورو یو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړل او خپله پخوانۍ شخړه یې پای ته ورسوله.
همدارنګه، د بلخ ولایت مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې اړوند د بابا یادګار په سیمه کې بیا د دوو کورنیو ترمنځ یوه کلنه بدي چې دواړه خواوې ورڅخه ځورېدل. تېره ورځ د یاد ریاست د مسؤلینو او مصلحینو په ګډو هڅو حل شوه. د شخړې د حل په غونډه کې دواړه خواوې د مصلحینو په پرېکړه راضي شول او د روغې جوړې له پایلې یې خوښي څرګنده کړه
