په بادغیس ولایت د دوو قومونو ترمنځ راپېښه شوې شخړه حل شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۰:۳۰
خبر

۲۰/۹/۱۴۴۵ هـ ق 

د بادغیس ولایت د مرکز اړوند د چکاب کلي او د جوند ولسوالۍ د پیراجي کلي د دوو قومونو تر منځ په کورنۍ موضوع راپېښه شوې شخړه، چې د دواړو قومونو ترمنځ یې سخت اختلافات را منځته کړي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او علماء کرامو په منځګړیتوب، د یوې ناستې په ترڅ کې په سوله بدله شوه. 

د یادې شخړې د حل په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد قاسم ضمیر او یاد پلاوي د ښکېلو لوریو په حضور کې د پېښې شوې موضوع په اړه پوره څېړنه وکړه او د مشرانو او علماء کرامو په مشوره یې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې پرېکړه ونیوه.  

د پرېکړې تر ابلاغ وروسته دواړه لوري راضي شول او ژمنه یې وکړه چې یو بل ته به هیڅ زیان نه رسوي او یو له بل سره به د وروڼو په څېر ژوند کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هیواد په ګڼو ولسوالیو کې له کلیوالو مشرانو او قومي سپین ږیرو سره ناستې

پنجشنبه/ ۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو او آمریتونو له پلان سره سم، د هیواد د (۸) ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې له ځورېدلو قومونو،
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۸
Background image

اهدای تحایف برای شاگردان ممتاز  امتحان  سیرت النبی( صلی الله علیه وسلم)

 

دوشنبه ۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

شاگردان لیسه رحمان بابا مربوط وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل که در امتحان سیرت نبی نمرات برتر کسب نموده بودندطی محفل با حضورمولوی عبدالرحمن رحمانی رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۶
Background image

بلخ کې د شاوخوا پنځو لسيزو دوامدارې شخړې پای وموند

 

دوشنبه  ۲۹ ربیع الاول۱۴۴۷

د بلخ ولایت نهرشاه ولسوالي د شهرک افغانيه په کلي کې د دوه کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې د ملکيت پر سره را پورته شوې ۵۰ کلنه دوامداره شخړه، چې دواړو. . .

BACK TO NEWS

User account menu