په بادغيس ولایت کې له قومونو سره د يووالي او همغږۍ غونډه
١٦د جمادي الاول١٤٤٥
د بادغيس ولایت په مرکز کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ په جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رئيس مولوي عبدالرحمان رحماني، د بشري زېرمو رئيس مولوي کريم شاه تيلوي او د دغه ولایت له بېلابيلو ولسواليو څخه راغلو گڼ شمېر ديني عالمانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې ویناوالو له اسلامي امارت سره د قومونو په همغږي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په هېواد کې د دې نظام په راتګ سره امنیتي ګواښونه له منځه تللي او قومونه یو له بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي. دوی د خپلو سیمو اړوند ځینو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ورپسې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلي رحماني او د بشري زېرمو رئيس ښاغلي تيلوي يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د دې ولس د بچیانو په پاکو وینو بریا ته رسېدلی. دوی په اطمیان سره زیاته کړه، چې دا نظام به هر افغان وګړي ته خپل حقوق ورکوي او ټولو ستونزو ته به حل لارې پیدا کوي.