لغمان کې شپږ کلنې شخړې  پای وموند

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۴۱
لغمان کې شپږ کلنې شخړې  پای وموند

 

دوشنبه ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو په مشري د ولايتي ادارې د استازو په هڅو دغه ولايت کې د دوو کورنيو تر مينځ د ځمکې او لارې پر سر شته شخړه حل شوه. 

ياده شخړه، چې د عليشنګ ولسوالي اړوند په پوهين دره کې رامينځته شوې وه او شپږ کاله يې دوام کړی و، د ا.ا.ا مسولينو، ځايي ديني علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې جرګه کوونکو دواړه لوريو ته خپل حق معلوم کړ او ژمنه يې ترې واخېسته، چې راتلونکي کې به يو پر بل بريد نه کوي.

په پای کې  دواړه لوريو يو بل ته تر بخښنې کولو وروسته تېر هېرکړل او د دوستي د لاسونو په ورکولو سره يې نوی د خوښي ژوند پيل کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

په بلخ او ارزګان کې د جلاجلا شخړو حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو او د ځايي قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۹:۲
Background image

زابل کې له ولسونو سره لویه ولسي غونډه تر سره شوه

پنجشنبه ٢٤ جمادی الأولی ١٤٤٨

دا غونډه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا جوړه شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په ګډون د زابل ولایت والي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

پنج شنبه ٢٤ جمادی‌الأولی  ۱۴۴۸

د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په خزاني نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي. . .

BACK TO NEWS

User account menu