په بادغيس ولايت کې له قومونو سره لويه ولسي غونډه وشوه

khoram2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۸:۵۲
غونډه

دوشنبه ۱۴۴۶/۶/۲۱

په بادغيس ولایت کې نن له غرمې وړاندې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام لويه ولسي غونډه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد او مل پلاوي لخوا داسي مهال ترسره شوه، چې پکې د ياد ولایت والي، ولسوالانو، دیني عالمانو او قومي سپين ږيرو برخه اخيستې وه.

د غونډې پرمهال قومي مشرانو وويل: د بادغيس خلک تېر شل کاله د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ وو او اوس يې هم د هرحکم هرکلی کوي. قومي مشرانو له مسؤلينو سره د خپلو ولسونو ځيني ستونزې شريکې کړې، چې پکې ځوانانو ته د اقتصادي پياوړتيا په موخه کاري فرصتونه، د وېجاړو سړکونو رغونه او نورې لومړنۍ ستونزې شاملې وي.

ورپسي د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي احمد په خپلو خبرو کې افغانان پیاوړي خلک ياد کړل او دايې د افغانانو لپاره لوی افتخار وباله، چې الله ج دوی د جهاد لپاره غوره کړل هغه وويل: افغانان په نننۍ نړۍ هغه څوک دي، چې خلک په ډېره درنه سترګه ورته ګوري، ځکه افغانانو جهاد وکړ او الله ج عزت ورکړ. نوموړي همدارنګه وویل: په افغانستان کې د جهاد په برکت د کفارو ارمانونه خاورې شول او دا ټول د دې ولس د همکارۍ، یووالي او قربانیو برکت وو.

د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني او د کوچیانو د څړځايونو اقتصادي چارو رئیس مفتي لعل محمد منيب ګډونوالو ته د اسلامي امارت د غوره سياست بيلګې وړاندي کړې ويې ويل: په تېر شل کلن اشغال کې د سیاستونو په نوم خلک وغولول شول خو تېرو تجربو افغانانو ته وښوده، چې دا هيواد راته پردي خلک نه جوړوي په کار ده، چې موږ خپله لاس په کار شو ترڅو د بل له احتیاجه خلاص شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu