په ارزګان ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ شخړه هواره شوه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۳:۱
Mobta

یکشنبه/۱۰/ شوال المکرم/ ۱۴۴۴

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د درفشان په کلي کې پېښه شوې شخړه چې د یوه تن د وژلو له امله را منځته شوې وه حل وفصل شوه.

د دغې روغې جوړې پر مهال د یاد ولایت مرستیال والي مولوي مزمل، د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس مولوي عبدالرشید هدایت الله، د ګڼو نورو ادارو مسؤلینو، علماء کرامو او سپین ږیرو حضور درلود.

د ناستې د ګډونوالو په استازیتوب څو تنو مسؤلینو، مشرانو او قومي مخورو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: څوک چې د الله (ج) د رضا په خاطر نورو بندګانو ته بښنه کوي او نرمي ورسره کوي هغوی ته به خدای (ج) بښنه وکړي. دوی په خپلو خبرو کې ټول قومونه د یووالي او وروګلوی لور ته را وبلل او په سوله ییز ډول د دې ډول مسایلو د حل غوښتونکي شول.

په اخیر کې د وژل شوي کس کورنۍ وژونکې کس ته په خپل رضایت سره بښنه وکړه او ناسته په دوعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu