پروان کې مسؤلينو د دوو کورنیو تر منځ ۲۰ کلنه دښمني هواره کړه

سه شنبه ۲۹ ذوالقعده ۱۴۴۶
د پروان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر حافظ مولوي عبدالجلال فيصل د ولايتي مسؤلينو، علماوو، قومي مشرانو او ځايي خلکو په همکارۍ د ياد ولايت په سنجد درې سيمه کې ۲۰ کلنه شخړه حل او فصل کړه.
په دغه شخړه کې د دواړو خواوو د اختلافاتو له کبله درې تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او ګڼ مالي زيانونه اوښتي وو، چې د یوې رابلل شوې غونډې په ترڅ کې یې یو بل ته عفوه وکړه.
د شخړې د حل په مراسمو کې د پروان والي مفتي محمد ادريس انوري او سيمه ییزو مشرانو د ولسونو تر منځ په سوله او اتفاق ټینګار وکړ او دا یې د خلکو لپاره د دنيا او اخرت کاميابي وبلله.
جرګه کوونکو د ښکېلو غاړو له رضایت سره سمه فيصله وکړه او دواړه کورنۍ یې سره پخلا کړې، پخلا شويو کورنيو د اسلامي امارت له مسؤلینو او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمريت له هڅو په مننې کولو سره ياده کړه، چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول تاوتريخوالی ونه کړي