پامیر زموږ د هيواد د حاکمیت یوه مهمه نقطه ده

mobta_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۲۰:۱۲
mobta

یکشنبه/ذوالقعدة الحرام/۱۵/۱۴۴۴

د بدخشان ولایت واخان ولسوالي د کوچني پامیر په استازیتوب وزارت ته راغلیو مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري سره په کاري دفتر کې وکتل. په دغه لیدنه کې له پامیر څخه د راغلیو مشرانو په استازیتوب مولوي عبدالحق او نورو ناستې ته خبرې وکړې، دوی د اسلامي امارت له هڅو، کوښښ او یادې سیمې ته له پاملرنې څخه مننه وکړه او له دې نظام سره یې په هره برخه کې د همکاري ژمنه وکړه. دوی له وزارت مقام څخه په پامیر کې د روغتیایې خدماتو او یوه بل کلینیک د جوړېدلو، د سرکونو رغولو، د ښوونځي او مخابراتي خدماتو او د هغوی لبنیاتو ته د بازار موندنې غوښتنه وکړه. د وزارت سرپرست ښاغلي نوري د راغلیو مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: موږ د خپل ولس ټولو وړاندیزونو ته ژمن یو، تېر کال مو چې د پامیر له سیمې څخه د لیدنې پر مهال کومې ستونزې واورېدلې هغه مو د حل په موخه د رئیس الوزرا سره شریکې کړې او د ټولو ښکېلو وزارتونو کاري ټېمونو یې د ستونزو د حل کولو لپاره لاس په کار شوي. هغه وویل: د پامیر سرک منظور شوی او په لنډ وخت کې به یې کار پیل شي، د ټلیفون خاده هلته نقل شوې چې په لنډ وخت کې به کار پيل کړي، د پاميري مالدارانو لبنیاتو ته د بازار موندنې په اړه يې هم ډاډ ورکړ. نوموړي وویل: پامیر زموږ د هیواد یوه مهمه نقطه ده او حکومت به ورته په ټولو برخو کې پوره پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۴۳
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې په ميدان وردګ ولايت کې یو باب روغتیایي کلینیک جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په تکانه سیمه کې د دغه ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو آمریت له لوري د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې په همکاری یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۴۲
Background image

سرپل کې د ۱۵ کلنې بدي سربېره پکتيا کې هم درې کلنه شخړه حل او فصل شوه

سرپل کې د ۱۵ کلنې بدي سربېره پکتيا کې هم درې کلنه شخړه حل او فصل شوه

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرپل ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر را پورته شوې پنځلس کلنه بدي، چې له کبله يې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې وې د ياد. . .

BACK TO NEWS

User account menu