ننګرهار کې دوو کورنيو له ۹ کلنې دښمني لاس واخيست

taqi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۸:۴۸
ننګرهار کې دوو کورنيو له ۹ کلنې دښمني لاس واخيست

سه شنبه ۱۸ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو په دوامداره هڅو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۹ کلنې دښمني روغه جوړه وشوه.د دغه دښمني په پايله کې د ګڼو مالي تاوانونو برسېره يوتن وژل شوی او يوبل تن پکې سخت ټپي شوی و، چې د دواړو خواوو ترمنځ يې لوي ستونزې ايجاد کړي وي.مسؤلينو د يادو ښکېلو طرفونو ترمنځ د سولې په عادلانه فيصلې کولو سره هغوی له دښمني راوګرځول او يو بل ته په بښنې کولو سره يې د خوښي ژوند پيل کړ. د دواړو لوريو مشرانو د اسلامي امارت د هڅو قدرداني وکړه، چې په وينا يې د دغه دښمني په هوارولو کې يې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu