لوګر ولايت کې د عامو خلکو او مسؤلينو ترمنځ يوه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۱۶
لوګر ولايت کې د عامو خلکو او مسؤلينو ترمنځ يوه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه

دوشنبه ۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷ په لوګر ولايت کې له ولسي خلکو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې ترعنوان لاندې غونډه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د مرستيال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري داسې مهال ترسره شوه، چې پکې د ياد ولايت والي، ولسوالانو، متنفذینو او قومي مشرانو ونډه لرله. د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني هېواد ته خدمت خپل مسؤليت ياد کړ ويې ويل: د سولې لار پرانيستي ده. اوس د يووالي او پرمختګ وخت دی او له دې فرصت څخه بايد ګټه واخلو. وروسته قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وويل: موږ دې نظام ته ژمن او مخلص يو، په هر قيمت ترې ساتنه کوو او بيا به په دې خاوره د نورو اختيار ته هېڅ اجازه ور نه کړو. قومي مشرانو همداراز د خپلو ستونزو د شريکولو ترڅنګ له مسؤلينو وغوښتل، چې د ځوانانو له استعدادونو ګټه واخلي او د کارکولو زمېنه ورته برابره کړې. ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستيال ښاغلي احمد لوګر د هغو اتلانو کور ياد کړ، چې په وينا يې د تاريخ پاڼې به د دوی سرښندنې په خپله سینه کې په زرینو کرښو یادې ساتي. نوموړي زياته کړه: نن، چې د امنيت او يووالي کوم بدلون وينو دا د ولس د قربانيو او زحمتونو نتيجه ده. ښاغلي احمد خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه له لوړ رتبه مشرانو سره شريکې کړي. په پای کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني د اميرالمؤمنين خفطه الله هغه فرمان ولوست، چې د انساني قاچاق د مخنيوي سپارښتنې پکې شوي دي. نوموړي د ياد فرمان په عملي کولو کې له ولسونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه همدا راز اسلامي شريعت د انساني کرامت، عدل او سوکالۍ لپاره مهم وباله او زياته يې کړه، چې خلک دي پر دې شريعت کلکې منګولې ولګوي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu