لوګر ولايت کې دوه خېلونو له دښمنۍ لاس واخيست
يکشنبه ۱۹/۳/۱۴۴۶
د لوګر ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس مولوي محمد عالم رهبر په مشرۍ، د سيميزو مشرانو، قومي سپين ږيرو، علماوو او د ا.ا.ا د مسؤلينو په همکارۍ په ياد ولايت کې د دوو خېلونو ترمنځ هغه شخړه حل شوه چې دوه تنه پکې ټپيان شوي وو او ترشا يې لويې قومي ستونزې پرې ایښې وې.
دغه ستونزه چې درې مياشتې وړاندې په ياد ولايت کې پيښه شوې وه د يوې جرګې په ترڅ کې په داسې حال کې هواره شوه چې مسؤلينو ښکېلو خواوو ته په سوله، اخوت، اتفاق، او ورور ولۍ ټينګار وکړ، هغوی يې يووالي ته راوبلل او د دښمنۍ په بدو عواقبو يې وپوهول.
طرفينو د منځګړو له شوې فيصلې او هلو ځلو مننه وکړه، دوی ياده کړه چې په خپله تيره دښمنۍ پښيمانه دي او له نن روسته به پاتې ژوند په صميميت، سوله، ورورۍ او ښه ګاونډيتوب تيروي.