لوګر ولايت کې دوه خېلونو له دښمنۍ لاس واخيست

khoram_admin
Mon, Sep 23 2024 10:26 AM
شخړه

يکشنبه ۱۹/۳/۱۴۴۶

د لوګر ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس مولوي محمد عالم رهبر په مشرۍ، د سيميزو مشرانو، قومي سپين ږيرو، علماوو او د  ا.ا.ا د مسؤلينو په همکارۍ په ياد ولايت کې د دوو خېلونو ترمنځ هغه شخړه حل شوه چې دوه تنه پکې ټپيان شوي وو او ترشا يې لويې قومي ستونزې پرې ایښې وې.

دغه ستونزه چې درې مياشتې وړاندې په ياد ولايت کې پيښه شوې وه د يوې جرګې په ترڅ کې په داسې حال کې هواره شوه چې مسؤلينو ښکېلو خواوو ته په سوله، اخوت، اتفاق، او ورور ولۍ ټينګار وکړ، هغوی يې يووالي ته راوبلل او د دښمنۍ په بدو عواقبو يې وپوهول.

طرفينو د منځګړو له شوې فيصلې او هلو ځلو مننه وکړه، دوی ياده کړه چې په خپله تيره دښمنۍ پښيمانه دي او له نن روسته به پاتې ژوند په صميميت، سوله، ورورۍ او ښه ګاونډيتوب تيروي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu