له ښځینه فعالانو او مخورو سره ناسته!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۰:۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست اونوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن دوشنبې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه د هېواد له یو شمېر ښځینه فعالانو آغلې زرمینې، آغلې یعقوبي، آغلې رضایي او یو شمېر مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو ښځینه فعالانو او مخورو د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ښاغلي محب الله صیم ټاکنه پرځای اقدام وباله او د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې يې له وزارت سره د ګډ کار او د همغږو هلو ځلو ډاډ ورکړ. همدا راز نوموړو د وزارت په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ونډې په زیاتوالي ټینګار وکړ.

ورپسې ښاغلي صمیم د دوې له راتګ او ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه، وې ویل: موږ د دې شاهیدان یو، چې ښځو تل د نارینو په څېر د هېواد په بېلابېلو برخو او چارو کې فعاله ونډه اخیستې ده او د ښځو له حضور پرته یوه ټولنه نیمګړې ده، وزارت به د استخدام او نورو چارو په برخو کې ښځو ته زیاته پاملرنه وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu