له پښتونستان عالي لېسې څخه لیدنه وشوه
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني، مل پلاوي او د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس قاري رحمت الله غازي عمر په ننګرهار ولایت کې د یاد وزارت اړوند له پښتونستان عالي لېسې څخه لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د یادې لېسې په انګړ کې له جوړو شويو تأسیساتو څخه نظارت ترسره شو او د یوې مؤسیسې له لوري د جوړېدنکو تأسیساتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.