له زدکړو څخه بې برخو کوچیانو ته د سواد اموزۍ په برخه کې د ټولگيو پرانستل.

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۱:۲۱
Mobta

چهار شنبه، ۴جمادي الثاني١٤٤٤

د کندز ولایت د سرحدنو، قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي احسان الله ثاقب او د کوچیانو د انسجام مدیر محمد اصف میاخیل په گډو هلو ځلو د دغه ولایت مېشتو کوچیانو ته د سواد اموزۍ په برخه کې اتلس ټولگي پرانستل شول چې گڼ شمېر نارينه او ښځينه کوچيان پکې گډون کړی وو.

ښاغلي احسان الله ثاقب چې په دې اړه یې په ټولگېو کې له گډون والو سره خبرې کولې وویل: خوشاله یم چې رياست د خپلو ورځينو کارونو د پلي کولو تر څنگ نن کوچيانو ته په مرکز کندز، او بېلوبيلو ولسوالیو کې د سواد اموزۍ په برخه کې تدریسي ټولگي پرانېزي چې په دې سره به د دغه ولايت د کوچيانو زيات شمېر ځوانان په زده کړو سمبال او په ياده برخه کې به يې زیاتې ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۹:۴۶
Background image

باميان ولايت کې د تاجک او هزاره قوم ترمنځ دوه کلنه دښمني پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند په توپچي سيمه کې د دوو لويو قومونو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې دښمني، چې په پايله کې يې د مالي زيانونو سربېره له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۸:۵۴
Background image

لغمان کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړې پای وموند

يکشنبه ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د لغمان ولايت د اليشنګ او قرغيو ولسوالۍ د اوسېدونکو دوه کورنيو ترمنځ د يوې ترافیکي پېښې له امله راپورته شوې قضيه، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ۲۱ تنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۳۵
Background image

فارياب کې د ترافيکي پېښې له کبله راپورته شوې شخړه هواره شوه

يکشنبه ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ په دغه ولايت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې. . .

BACK TO NEWS

User account menu