لغمان کې  د ۱۳ کلنې خونړۍ دښمنۍ ترڅنګ فارياب کې هم ورته شخړه حل او فصل شوه

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۲۴
مخکي مي شپه ورځ يادولي! اوس چي د نوم واورم خبره بدلومه

 

شنبه ۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالي په شکۍ کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه اوږد مهاله ۱۳ کلنه دښمني، چې له امله يې دواړو خواوو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه رسېدلي وو حل او د امن په ټغر سره کېناستل.
 
د دغې خونړۍ شخړې په ترڅ کې له دواړو غاړو ۹ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي وو، چې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤليو، قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په بيا بيا هڅو د سولې او ورورولي په فضا باندي بدله شوه.

په ورته مهال د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ولسي مشرانو په همغږۍ د دې ولايت دولت آباد ولسوالي په فتح آباد سيمه کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپوره شوې شخړه حل او دواړه خواوې يې د سولې له خواږه نعمته برخمنې کړې.

د دې پېښې په نتيجه کې يوکس وژل شوی و او ۱۹ څاروي يې پکې هم له منځه تللي وو، چې د اسلامي امارت مشرانو يې ترمنځ د خير په فيصلې کولو سره هغوی پخلا او متضررو اشخاصو ته د شريعت په چوکاټ کې حق وسپارل شو.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu