سرپل کې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همکارۍ د پیاوړتیا په موخه غونډه وشوه
یکشنبه ۱۳ جمادی الاول ۱۴۴۸
سرپل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معین مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ پراخه ولسي غونډه وشوه، چې موخه یې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او د خلکو او مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ پراختياوه.
په غونډه کې مولوي عنایت الله شجاع د هېواد د خپلواکۍ، ثبات او یووالي پر ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل: افغان ولسونو د تاریخ په اوږدو کې د یووالي او اتحاد لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د تفرقه خپروونکو تبلیغاتو پر وړاندې هوښیار و اوسي او له هېواده بهر مېشت افغانان بېرته خپل وطن ته راستانه شي تر څو د خپلو هېوادوالو ترڅنګ په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
په دغه ولسي غونډه کې قومي مشرانو خپلې سیمه ییزې ستونزې او غوښتنې له مسؤلینو سره شریکې کړې او د ا.ا.ا هر اړخېز ملاتړ یې څرګند کړ. يادو قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې د نظام تر شا به ولاړ وي. دوی له مسؤلینو وغوښتل چې د سرپل ولایت ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.
