د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له مرستیال او یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۹:۱۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب لله صمیم نن مازدیګر د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له مالي او اداري مرستیال ښاغلي زمري کوچي او یو شمېر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د کوچیانو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ، د ملي مسایلو په اړه د دواړو ادارو ترمنځ د سلا مشور پر دوام، ګډو هلو ځلو، د همکاریو د پراختیا، د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې د قومي مشرانو پر رول، د وزارت په جرګو کې د کوچیانو د ګډون او یو لړ نورو موضوعګانو په اړه بحث او خبرې وشوې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu