د کوچیانو چارو د سمون له لوی رئيس سره کتنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۴:۴۸
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب لله صمیم نن سه شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۲۵ مه نېټه د کوچیانو چارو د سمون له لوی رئيس ښاغلي استاد حبیب الرحمن او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلی محمد یعقوب احمدزی هم حاضر و، ښاغلي استاد حبیب الرحمن احمدزی د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نوي سرپرست او نوماند وزیر د ټاکل کېدو له امله ښاغلي صمیم ته د مبارکې ویلو ترڅنګ نوموړی یو وړ او مجرب شخص یاد او د دواړو ادارو ترمنځ یې د ګډو همکاریو د پراختیا او دوام ژمنه وکړه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د کوچیانو چارو د سمون له لوی رئيس د راتګ څخه خوښي څرګنده کړه، په ګډو هلو ځلو او همکاریو یې ټينګار وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۸:۵۲
Background image

د هېواد له یو شمېر مخورو او سوداګرو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلی محب الله صمیم نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان له یوشمېر مخورو او سودا ګرو ښاغلي حمید الله نوري او ښاغلی عبدالبصیرسویدا او ملګرو. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۸:۵۰
Background image

د ملي مصالحې د عالي شورا د مقام د دفتر له رئيس سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د ۱۳۹۹ لمریز کال د ملي مصالحي د عالي شورا د مقام د دفتر له رئيس ښاغلي عبدالقهار او سلاکارانو سره یې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۵:۱۲
Background image

له قومي او جهادي مشرانو سره ناسته!

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن چهارشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د افغانستان د متحد اسلامي ګوند له مشرانو ښاغلي هدایت الله،. . .

BACK TO NEWS