د کاپیسا په ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه هواره او په سوله بدله شوه
سه شنبه ٢٣ رجب المرجب١٤٤٤ هـ ق
د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د ګياوه سیمې د دوو قومونو تر منځ ٤٠ کلنه شخړه چې له امله یې له دواړو غاړو ٢٠ کسه په شهادت رسېدلي وو د دغه ولایت والي ښاغلي احسان الله بريال، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د آمر ملا صدیق الله صیاد، د يو شمير دولتي ادارو مسولينو او قومي مشرانو په هڅو حل او دواړه قومونو روغې جوړې ته غاړه کېښوده.
د کاپيسا ولايت والي احسان الله بريال او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ملاصديق الله صياد له نورو ګډونوالو هم وغوښتل چې که خدای مه کړه شخړې يې ترمنځ رامنځته کېږي د حل یوازینۍ لار یې سوله ییزه لار ده او ستاسو خیر خوا مشران تل ستاسو د هوسا او سوکاله ژوند په هیله دي ښه خبره داده چې له خپلو مشرانو همکاري وغواړۍ او په خپلو کې د ورورولۍ پر بنسټ سره ژوند وکړئ.
په پاي کې يادو ښکيلو غاړو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو له آمر او قومي مشرانو له دې امله مننه وکړه چې د هڅو په پايله کې يې دوه قومونه د شخړه هواره او له بدي څخه خلاص شول.