د ښوونکي د نړيوالې ورځې په مناسبت د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت پيغام!
که څه هم ګران هېواد افغانستان دا مهال له یو شمېر نا خوالو سره لاس او ګریوان دی، چې د خلاصون یواځینۍ لاره یې پوهنه او تعلیم دی ، چې دې با ارزښته او درنې چارې ته زموږ د ټولنې ډیر با عزته او دروند قشر (ښوونکو) اوږه ورکړې، چې موږ یې قدر کوو او د ښوونکي د نړیوالې ورځې له امله د ګران هیواد ټولو ښوونکو ته مبارکي وایو هیله لرو، چې د دوی هلې ځلې به رنګ راوړي.
د سوکاله پر مختللي او پر ځان بسیا افغانستان په هیله
محب الله صميم
د سرحدونو چارو وزارت سرپرست