اصلي منځپانګه دانګل
د څر ځایونو او اقتصادي خدمتونو ریاست:
- د کوچیانو د څړځایونو او اقتصادي وضعیت د ښه والي په منظورهمکارو مؤسیسو او اداروته د مناسبو طرحو وړاندې کول.
- د کوچیانو د اقتصادي تشبساتود پیاوړتیا اوپوهاوي لپاره په مرکز او ولایتونو کې د تبلیغاتي کمپاینونو، سیمینارونو او ښوونیزو پروګرامونونظارت کول.
- د غاصبینو له منګلو د څړځایونو د بېرته اخیستلو په غرض له اړوند ادارو سره همغږي.
- په اقتصادي او ټولنیزوچارو کې د کوچیانو د ګډون لپاره په مرکز او ولایتونو کې د بانکي پورونو، کریدټونو،نمونوي او ازمایشي پروژو د تطبیق زمینه برابرول او نظارت کول.
- د ادارې له موخو سره سم د کوچیانو د اقتصادي پیاوړتیا په منظور د ملي اونړیوالو مرستو جلبول.