د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي سپین ږیرو سره ناسته وشوه

۲۷/۱۰/۱۴۴۵
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د کتنې پر مهال قومي سپین ږیرو، برمل یوه له خدمتونو بې برخې او لرې پرته ولسوالۍ یاده کړه او د کلینیکونو، سرک او نورو سهولتونو نه شتون یې خپلې ستونزې وبللې. راغلیو مشرانو همدا راز د وړم کال د زلزلې له وجې د پکتیکا ولایت برمل او ګیانې ولسونو ته اوښتي زیانونه یاد کړل او ولسونو ته د روغتیا، ښوونې او روزنې او پراختیایي چارو په برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د یاد وزارت سرپرست ښاغلي نوري راغلیو مشرانو ته هرکلی وکړ، د اشغال پر وړاندې د ولس مبارزه او ستړیاوې یې یاد کړل ویې ویل: تاسې هغه ولسونه یاست چې د تېر اشغال پر وړاندې درېدلي واست او مجاهدین مو په خپلو کورونو کې ساتلي وو، اوس ستاسې حق دی چې پاملرنه او خدمت درته وشي. نوموړي راغلیو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې له اړوندو ارګانونو سره دحل په موخه شریکوي.