د پکتیا ولایت د ځاځي قوم له استازو سره کتنه

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۴:۳۷
ځاځي مشرانو سره ناسته

شنبه-۲۱/۱/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین مولوي محمد علي جان احمد د پکتیا ولایت مرکز ګردېز د ځاځي قوم له مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 

د دغې کتنې پر مهال په ګردېز کې د ځاځي قوم له یوولسو کلیو څخه راغلیو قومي مخورو په امنیتي او رغنیزو چارو کې د اسلامي امارت پاملرنه وستایله او په خپله سیمه کې یې د همکارې مؤسیسې په ملاتړ، د جوړېدونکې روغتیایي کلینیک د ځایګې پر سر له نورو ټبرونو سره د اختلافاتو د حل همکاري وغوښته. دوی د اشغال پر مهال د وزارت د مرستیال له ستړیاوو یادونه وکړه او ښاغلی احمد یې د دوی د ستونزو د حل لپاره وړ کس وباله. 

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلی احمد قومي مخورو ته له هرکلي وروسته وویل: د افغانستان ټول ولسونه مېړني دي او د اشغال پر وړاندې یې د خپلو مجاهدینو کلک ملاتړ کړی، اسلامي امارت به هیڅکله د دې خلکو قدر هېر نه کړي. نوموړي د روغتیایي مرکز د موقعیت په اړه راغلیو مشرانو ته ډاډ ورکړ، ویې ویل؛ ستاسې ترشا یو داسې نظام ولاړ دی چې د دې خاورې د هر فرد حقوق پکې خوندي دي. هغه وویل چې یاده موضوع به د ریاست الوزراء له عالي مقام سره شریکه کړي، تر څو د وزارتونو یو هراړخیز پلاوي وټاکل شي او یاده موضوع هواره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

په باميان او بلخ ولايت کې د جلاجلا شخړو حل

 

پنجشنبه ۲۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت مرکز اړوند د ملا غلام په سیمه کې د تاجک او هزاره قومونو د څو تنو ترمنځ رامنځته شوې شخړه، چې له امله یې یو تن ټپي شوی و، مسؤلينو د سیمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۱
Background image

په خوست کې د دووکورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

 

سه شنبه، ۲۳ ذوالحجة ۱۴۴۷ هـ قـ

د خوست ولایت مرکز متون په خالصې کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۶ کلنه دوښمني، چې له امله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی و، د قومي مشرانو، علماوو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۱۹
Background image

په باميان کې د کوچیانو او  مېشتو اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه هواره شوه، چې نېږدې ۳۴۰ کورنۍ پکې ښکېل وې

 

سه شنبه ۲۳ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ اړوند د کالو په سیمه کې د کوچیانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې شخړه د ياد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu