د پلان او پالیسۍ ریاست

دغه ریاست لاندې برخې لري :

۱ - د پرمختیایي پروژو امریت، چې د Mobta Reform او BTMIS په نوم دوه پروژې یې تر واک لاندې فعالیت کوي.

۲ – د پلان او پالیسۍ د طرح او جوړونې امریت.

۳ – د نظارت او ارزونې امریت.

۴ – د M I S امریت.

یاد ریاست د یو ځای کېدو په پار د وزارت له اړوند واحدونو څخه د پلانونو د راټولولو، لومړیتوبونو په پام کې نېولو سره یې د ډلبندي کولو، د شاخصونو ځانګړي کولو، د بیا کتنې کمېټې ایجادولو او د وزارت له موخو او ستراتیژۍ سره سم د وزارت په عمومي کلني پلان کې د وزارت مقام د منظورۍ اخېستلو مکلفیت لري.

۲ – د وزارت مقام په منظورۍ د ټولنیزو،فرهنګي او تعلیمي پروګرامونو په طرح کولو،چې په قبایلي سیمو کې د وزارت د دوېمو واحدونو له خوا پلي کېږي مکلف دی.

۳ – یاد ریاست د ستراتیژیک پلان د ښه تطبیق په منظور په کلنۍ توګه د pest Analysis او swat analysis د ترسره کېدو او د وزارت د ستراتيژیک پلان د طرح په جوړونې مکلف دی.

۴ – د پلان او پالیسۍ ریاست مکلف دی،چې په وزارت او اړوندو دوېمو واحدونو کې اړتیاوې معلومې ، اړمنو سیمو ته لازمې پالیسۍ طرحه او د تطبیق په پار یي د وزارت مقام منظوري واخلي.

۵ – دغه ریاست مکلفیت لري چې د وخت اړتیاوو ته په کتو د وزارت ستراتیژي مطالعه او په هغې کې د تعدیلاتو یا بډاینې په برخه کې د وزارت مقام ته لازمې مشورې وړاندې کړي.

۶ – د موثریت په پار د پلان او پالیسۍ ریاست په پرله پسې توګه د وزارت د ستراتیژي،پالیسیو او پلانونو په نظارت او بیا کتنې مکلف دی.

۷ – دغه ریاست د وزارت د طرحه شویو پلانونو سره سم د اړوند واحدونو د اجرااتو او کړنو په ارزونې مکلف دی.

۸ – د وزارت له مرکزي او دوېمو واحدونو څخه د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د اونیزو، درې میاشتنیو او کلنیو راپورونو ترلاسه کول، له تحلیل او یوځای کېدو وروسته یې مقاماتو او اړوند ادارو ته وړاندې کول.

۹ – یاد ریاست د وزارت ودانیزو اړتیاوو، د دوېمو واحدونو د اړوند ودانیو د جوړولو په اړه د وړاندیزونو د تر لاسه کولو، د ودانیزو پروژو د اټکلي بودیجو د ځانګړي کولو، په مرکز او دوېمو واحدونو کې د ساختماني ترمیماتو د متفرقه چارو ترسره کولو، په مرکز او ولایتونو کې دانکشافي پروژو له ودانیز بهیر څخه د نظارت، له تدارکاتي بهیر مخکې د نقشو ډیزاین او مشخصاتو لیست برابرولو او د اړتیا پر مهال د ښارجوړونې، اراضي او د خدماتي پروژو د تنظیم مدیریت په همکارۍ د خاورې ټسټ او معاینه کولو مکلفیت لري.

۱۰ – ریاست مکلفیت لري هغه سیمې چې کلاسیک مدیریتي سیستم یې مډرن او نوي مدیریت ته بدلون ومومي په نښه کړي.

۱۱ – دغه ریاست له ایجاد شویو سیستمونو څخه د معلوماتو او نظارت مدیریت سیستم د ایجاد مکلفیت لري.

۱۲ – د معلوماتو د مدیریت سیستم په پار د ټولنیزو،ګرافیکي او احصائیوي ارقامو او معلوماتو راټولول.

۱۳- ریاست د اونیزو،درې میاشتنیو او کلنیو فعالیتونو او کړنو د څرنګوالي په اړه مسلکي معینیت او د وزارت مقام ته په راپور وړاندې کولو مکلف دی.

۱۳ – دغه راز مرکزي او دوېمو واحدونو ته د پلان د تطبیق د څرنګوالي په اړه د مسلکي او ګټورو مشورو د ورکولو مکلفیت لري.

۱۵- او د یو لړ نورو قانوني کړنو ترسره کول چې د مقاماتو له خوا ورکول کېږي.