د پلازمينې کابل له يو شمېر قومي مشرانو سره کتنه

khoram2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۸/۱۱ - ۱۰:۱۶
کتنه

پنجشنبه ۱۴۴۶/۴/۲۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلوچارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په خپل کاري دفتر کې د کابل ولايت د شيخ محمد روحاني له قومي استازو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د یاد قوم مشرانو د ا.ا د ملاتړ ترڅنګ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت فعاليتونه وستايل او د ولسونو ترمنځ د شخړو او ستونزو د هواري يو ښه ادرس يې ياد کړ. دوی د وزارت له مسؤلينو سره خپلې ستونزې شريکې کړې او د حل په موخه يې د اقداماتو غوښتنه وکړه.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلوچارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي احمد او د ياد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني راغلو قومي مشرانو ته د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې په هر حالت د ولسونو ترڅنګ ولاړ دي هغوی وويل: اتحاد اتفاق او يوالی زموږ لومړيتوب دی، په همدې موخه به ستاسو هرې ستونزې ته رسېدنه کوو، موږ مو ترڅنګ ولاړ يو او د پوره همکارۍ ډاډ درکوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu