د وزارت کارکوونکو ته د نوي ټاکل شوي معین پېژندنه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۵:۵۵
mobta

د محرم-٨مه- شنبه

شيخ محمد قاسم خالد چې د امیرالمؤمنین د ځانګړي فرمان پراساس د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د برسۍ معین په توګه ټاکل شوی وو د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته ورو پېژندل شو. په ياده غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملانورالله نوري، د وزارت رهبري، یو شمېر میلمنو او کارکوونکو ګډون کړی و. په پیل کې ښاغلي نوري په خپله وینا کې تغير او تبديل د ښه حکومت ولۍ اصل ياد کړ زياته يې کړه چې د مشر تابه له لوري ټول بدلونونه د اصلاحاتو په موخه راځي. ښاغلي نوري د مسؤليتونو او مسؤلينو په اړه ارزښتناکه وينا وکړه. ورپسي د مقام دفتر رئیس ښاغلی شیخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې و ویل: چې هېواد باید پخپله جوړ کړو، خپله وړتیا او ظرفیت د اسلام په چوکاټ کې د پرمختګ لپاره وکارو. دغه راز یې کارکوونکي د بیت المال ساتنې ته را وبلل او د چارو په ترسره کولو کې یې په همغږۍ، د نظرونو په تبادلې او مشورو ټینګار وکړ. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د برسۍ نوي معین ښاغلي محمد قاسم خالد هم د اسلامي امارت رهبرۍ له وار وار باور او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مقام له خلوص څخه مننه وکړه وې ویل: هڅه به مې دا وي چې دهېواد د سیاسي حدودو د ساتلو اوسلامتیا د ماموریت یوه کامیابه برخه واوسم ، په ګډ کاریې ټینګار وکړ. د يادونې وړ ده چي شيخ الحديث محمد قاسم خالد صاحب تر دې وړاندې د کنړ ولايت کې د والي په صفت دنده مخې ته وړله. غونډه مسولينو ته د موفقيت او په چارو کې د اخلاص او بريا په دعا پاي ته ورسيده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۵:۵۵
Background image

د وزارت کارکوونکو ته د نوي ټاکل شوي معین پېژندنه

شيخ محمد قاسم خالد چې د امیرالمؤمنین د ځانګړي فرمان پراساس د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د برسۍ معین

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۳:۵
Background image

د دوو کوچي قومونو تر منځ شخړه حل شوه

د کندهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا اغاجان اخند په مشرۍ سپین ږیرو

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۶:۳۴
Background image

هرات ولايت ته د مسلکي معين کاري سفر

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي عبدالرحمن حقاني هرات ولايت

BACK TO NEWS