د وزارت په تعلمي مرکزونو کې د معلوماتي تکنالوژي سیستمونو د فعالېدلو پرانيست غونډه

khoram2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۸:۴۷
لیسو کې معلوماتي تکنالوژي

۴/۱۲/۱۴۴۵

په پلازمېنه کابل او د هیواد په شپږو نورو ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په اړوندو ښوونیزو مرکزونو کې د ځلاند افغان مؤسیسې په همکاري د معلوماتي سیستمونو د فعالېدلو پرانیست غونډه، نن ورځ د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د وزارت د رهبري د نورو غړو او د ځلاند افغان مؤسیسې د رئیس انعام الحق احساس په ګډون ترسره شوه. په دغه غونډه کې د ځلاند افغان مؤسیسې رئیس ښاغلي احساس وویل چې دوی به د خپل کاري ټیم په وسیله یاد وزارت په اړوند تعلیمي مرکزونو کې ښوونکو او اداري کارکوونکو ته د معلوماتي سیستمونو په هکله هر اړخیز سیمنارونه وړاندې کوي چې له کبله به یې دوی وکولای شي چې د زده کوونکو درې کلنې نمرې، نتایج، شقې، حاضري او نورې اړوند چاري په اسانۍ سره مخ ته یوسي. نوموړي د هیواد خدمت ته د ژمنتیا ترڅنګ زیاته کړه چې اوس د مؤسیساتو د خدمت لپاره بهترینه موقع برابره ده که څوک غواړي دغه ملت ته خدمت وکړي همدا اوس یې وخت دی. د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي احمد وویل: نن لله الحمد داسي حکومت راغلی چې د پردیو د ګټو لپاره د چا وینې نه تویوي، نن ډلې ټپلې نشته، زور واکۍ ختمې شوې او ټول افغان ملت د اسلامي نظام تر چتر لاندې راټول دی. هغه زیاته کړه: له مرستندویه بسنټونو او مؤسیساتو سره مو دا ژمنه ده چې موږ به پوره همکاري ورسره کوو خو له دوی څخه مو غوښتنه ده چې، د ولس اساسي ستونزې په نظر کې ونیسي په هغه برخه کې خدمتونه ورته وړاندې کړي. د یادې غونډې په وروستیو کې د بررسي معین ښاغلي غزنوي د ناستې دُعا وکړه او د لیسې د ټرینینګ د پرانیستې پټۍ یې غوڅه کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو پخلاینه

چهارشنبه/۷/۱۲/ ۱۴۴۶ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د قتل پر سر را پورته شوې شخړه، تېره ورځ د یوې قومي جرګې په ترڅ کې داسې مهال حل شوه.چې د یاد ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۳:۹
Background image

په نورستان ولایت کې د ۵ پراختیایي پروژو چارې پرانستل شوې

سه شنبه/ ١٤٤٦/ ٥/ ذوالحجة د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین، مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د نورستان ولایت کامدیش او برګمټال ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د ډیورنډ فرضي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۵۴
Background image

بلخ کې د يوې ۲۵ کلنې شخړې تر څنګ دوې نورې شخړې هم هوارې شوې

 

سه شنبه ۶ ذوالحجه ۱۴۴۶ د بلخ ولايت د سرحدونو، ق.ق چارو رياست رياست د مسؤلينو له لورې درې جلاجلا شخړې حل شوې، چې پکې د دغه ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ شاوخوا ۲۵. . .

BACK TO NEWS

User account menu