د وزارت اړوند د ساتنې او څارنې د ځينو وسایلو د داوطلبي خبرتیا: 

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۳
د وزارت اړوند د ساتنې او څارنې د ځينو وسایلو د داوطلبي خبرتیا: 

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې په مرکز کابل کې د وزارت اړوند د ساتنې او څارنې د ځينو وسایلو داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د ګډون لپاره شرطپاڼه په انلاین توګه د ملي تدارکاتو له ویب پاڼېhttps://tenders.ageops.af) ) او یا یې چاپ شوی نقل د یاد وزارت له تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د لیکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره ډکه کړي او د نشر له نېټې څخه بیا یکشنبه ۱۳/۲/۱۴۰۵ هـ ل نېټه چې د آفرونو د تړنې وروستۍ ورځ ده، په سرټړلي شکل د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست د آفرونو په صندوق کې واچوي. 
د یادونې وړ ده، چې په دغه پروسه کې ګډون د بانکي تضمین او یا هم د (۴۷۰۰۰) اووه څلوېښت زره افغانیو په اساس ترسره کېږي او د غوښتنپاڼو کتنه (آفرګشایي) یکشنبه ۱۳/۲/۱۴۰۵ هـ ل نېټه ماسپښین مهال ترسره کېږي.
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۱
Background image

د خوست ولايت ځاځي ميدان او ګربزو ولسوالي له فرضي کرښو لېدنه او څارنه ترسره شوه

 

دوشنبه ۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت  د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع تېره ورځ د يوه پلاوي په مشري د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالي اړوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۰
Background image

په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ نږدې د شپيتو کالو په دوام اوږده دښمني هواره شوه

 

دوشنبه ۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو له لوري د سیمه‌ ییزو مشرانو او علماوو په همکاري د هسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو کورنيو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

د بلخ ولايت مسؤلينو په دغه ولايت کې درې کلنه حقوقي شخړه هواره کړه

 

يکشنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۸

د بلخ لايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئيس په مشري دغه ولايت کې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفذينو په ملتيا د څو ناستو په ترڅ کې د دوو. . .

BACK TO NEWS

User account menu