د وزارت اړوند تعلیمي مرکزونه باید دهېواد په کچه نمونه واوسي!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۱۷:۱۶
mobta

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن حقاني چې د وزارت د ښوونې او روزنې رئيس هم ورسره وو، د وزارت درې ګونو لېسو او بایزید روښان انستیتیوت له مسؤلینو او ښوونکو سره وکتل اود یادو تعلیمي مرکزونو له درسي خونو، لیلیو، جومات شریف او نورو بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. د خوشحال خان عالي ليسې، رحمان بابا عالي ليسې، پيرمحمد کاکړ عالي ليسې او بايزيد روښان انستيتوت څخه د کتنې پر مهال ښاغلي مولوي عبدالرحمن حقاني وويل: چې وزارت ته اړوند لېسې ډېر ارزښت او اهميت لري، ځکه چې دهېواد د لرو پرتو او سرحدي سیمو ځوانان پکې زده کړه کوي هڅه به مو دا وي چې زموږ تعلیمي مرکزونه د هېواد په کچه یوه بېلګه وي. زياته يې کړه چې د زده کونکو اعاشې ته پاملرنه او سالمه ښوونه او رزونه یې د وزارت لومړیتوب دی، دوئ هڅه کوي چي زده کونکو ته ښه تعليمي چاپيريال او ارامه هستوګنه مهيا کړي. ښاغلي حقاني ښوونکوته په خطاب کې وويل: چې اسلام درنو ښوونکو ته خاص درناوي لري کوم امکانات چې په وس او توان کې لري له دوي څخه به يې ونه سپموي. د اړوند لېسو له مسؤلينو يې وغوښتل چې د زده کړې لپاره مناسب چاپیریال رامنځته اوپر وخت د خپلو چارو د تر سره کېدو او ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي. ورپسې د اړونده تعلیمي مرکزونو مسؤلینو ښاغلي معین صاحب ته په خپله ساحه کې د زده کوونکو لپاره د ښه درسي او روزنیزو پروګرامونو د پیل او تطبیق ډاډ ورکړ .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu