د وزارت اداري مجلس جوړ شو!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۸:۵۵
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اداري غونډه نن سهار د روان کال د میزان د میاشتې پر ۱۳مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ او د معین صاحبانو، سلاکارانو او رئیسانو په ګډون جوړه شوه.

د مجلس په پیل کې د سرحدونو او قبایلوچارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د هېواد او خلکو په ګډ کارکولو ټینګار وکړ، بیایې د ننګرهار ولایت غني خېلو په ولسوالۍ کې د هېواد او انسانیت دښمنانو له خوا ترسره شوی برید، چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال، شهیدان او ټپیان شولوغندلو. د لوی خدای ج له دربارڅخه یې د پېښې عاملینو ته د ذلالت ، د پېښې له امله شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د روغتیا او کورنیو ته یې د اعظیم اجر او صبر دعا وکړه. وې ویل: په دې غم کې شریک یوو، نور مودې خدای له داسې غمونو وساتي.

ښاغلي صمیم همدا راز په دوحه کې د سولې روانو خبرو ته هیله مندي څرګنده کړه وې ویل : داسې سوله غواړو، چې په هغې کې د ټولو افغانانو مشارکت او عزت په پام کې ونېول شي، د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې او زموږ ارزښتونه په کې وساتل شي. اوربند وشي او هر هېوادوال د هېواد په سیاست اونظا م کې ځان وګوري، دغه رازیې له نظام څخه په ملاتړ ټینګار وکړ.

ورپسې د وزارت اړوند ریاستونو له کارکوونکو سره د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي صمیم د لېدنوکتنو په لړ کې د کارکوونکو له خوا په بېلابېلو برخو کې ځېنې طرح شوې غوښتنې او وړاندیزونه تر بحث لاندې ونېول شول. چې مجلس یې په اړه له بحث وروسته پلاوي وټاکل او ځېنو اړوند ریاستونو ته یې دنده وسپارله چې په خپلو برخو کې کړنې ترسره او په اړه یې رپوټ وړاندې کړي.اوځنې یې د راتلونکي کال په نیازمندۍ کې ونیسي.

وروسته د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس د هېواد په۱۷ ولایتونو کې د جرګو د جوړولو په لړ کې د بدخشان په ولایت کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، چارواکو، مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو په ګډون د یوې پراخې جرګې د جوړولو په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ.

په ټوله کې مجلس تر بحث وروسته د اړوند ریاستونو د شته ستونزو، اړتیاوو د پوره کولو، په چارو کې داسانتیاو د برابرولو، ظرفیت جوړونې اوظرفیت ارزونې، په بېلابېلو برخو کې وړاندیزونو ته د رسېدګۍ په اړه پرېکړې وکړې او اړوند ریاستونو ته یې له شته امکاناتوسره سم د اجراآتو سپارښتنې وکړې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu