د واک تحریک د مشرتابه له غړې سره کتنه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۹:۳۲
mobta

۱۱/۱۸/ ۱۳۹۹

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محب الله صمیم نن مازدیګر د واک تحریک مشرتابه له غړې اغلې قندي ساپۍ سره وکتل.

په دې کتنه کې د واک تحریک مشرې د تحریک د فعالیتونو په اړه رڼا واچوله وې ویل: موږ د پښتنو مېرمنو د سیاسي او ټولنیز شعور د وېښولو او دوې زده کړو ته د هڅولو په برخو کې کار کوو، په پام کې لرو، چې په ځینو ولایتونو کې کتابتونونه او فرهنګي غونډې جوړې کړو، چې په دې برخه کې ستاسو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لرو، وزارت باید د کتابتونونو په بډاینه کې له موږ سره همکاري وکړي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د واک تحریک فرهنګي او تولنیز فعالیتونه وستایل او ورسره يې ژمنه وکړه، چې د وزارت چاپ شوي کتابونه او له نورو همکارو ادارو څخه به نور کتابونه ترلاسه او واک تحریک ته به یې ورکړي، ترڅو په بېلابېلو ولایتونو کې ددغه تحریک کتابتونونه بډای شي او د خلکو د استفادې وړ وګرځي.

همدا راز ښاغلي صمیم اغلې ساپۍ ته یو شمېر ارزښتناک او ګټور کتابونه ډالۍ کړل، چې په مقابل کې د واک تحریک د مشرتابه غړې یوه داسې جنتري ښاغلي صمیم ته ډالۍ کړه، چې د تحریک د فعالو ښځو انځورونه پکې چاپ شوي وو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu