د واورې د ورښت له امله متضرره کوچيانو ستونزو ته د رسیدنې په پار ګډه غونډه .
سه شنبه ۲۴ شعبان المعظم ۱۴۴۵
په یاده غونده کې چې له همدې امله جوړه شوې وه ، د اقتصاد سرپرست وزیر ښاغلي الحاج قاري دین محمد حنیف ، د کرنې او مالدارۍ وزارت معین ښاغلي مولوي صدراعظم ، د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو لوي رئیس ښاغلي مولوي ګل زرین کوچي او د ۴۲ موسیسو استازو ګډون درلود.
د یادو مسولینو تر منځ له بحث او خبرو وروسته ټینګار وشو چې یادې موضوع ته د هر اړخیزې رسیدنې لپاره اړوند ادارې باید د توان مطابق خپل ټول امکانات په کار وا چوي او د کوچیانو او نورو ځایې خلکو غوښتنو او ستونزو ته دې په پوره ډول رسېدنه وشي.
چې په دې برخه کې د ټولو ادارو مسولینو له خپل اړخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.