د هېواد د بېلابېلو قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۹:۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن غرمه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له بېلابېلو قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره وکتل او هغوې ستونزې یې د حل په موخه واورېدې.

په دې کتنه کې نوموړو د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه د هلو ځلو د ستایلو په ترڅ کې خپلې یو لړ سیمه ایزې ستونزې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ورپسې ښاغلي صمیم د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې د قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو رول مهم وباله او په دې برخه کې یې په ګډو هلو ځلو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه هواره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشرۍ او د قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه د خبرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۲
Background image

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني په سوله او ورور ولۍ بدله شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د لغمان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۲۵ کلنه دښمني، چې د يو لړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۹:۴۶
Background image

باميان ولايت کې د تاجک او هزاره قوم ترمنځ دوه کلنه دښمني پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند په توپچي سيمه کې د دوو لويو قومونو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې دښمني، چې په پايله کې يې د مالي زيانونو سربېره له. . .

BACK TO NEWS

User account menu