د هېواد اساسي قانون ۱۷ مې کلیزې لمانځغونډه!
د هېواد د اساسي قانون ۱۷مه کلېزه د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ولمانځل شوه.
په یاده غونډه کې د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د دولتي ادارو پر چارو د څارنې دیپارټمېنټ رئيس ښاغلي محمد فاروق فاکر، د وزارت چارواکو، کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په پيل کې د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د اساسي قانون د بېلابېلو مادو او په دغو مادو کې د ثلاثه قواوو تفکیک، دخلکو، حکومت او نورو برخو دندې، مکلفیتونه، حقونه او دا، چې ټول ولس ځان پکې ویني او اتحاد او اتفاق ته یې رابللې دي هر اړخیز معلومات وړاندې کړل وې ویل: چې د وزارت توصیه داده، چې زموږ هر کارکونکی او هېوادولو باید د اساسي قانون هغه مهمې مادې چی پکی د اسلامی احکام، دملت اساسی حقوق لکه د بیان ازادی، د تبعیض ممنوعیت، نر او ښځو ته دتعلیم او کار حق او د ټولنو او ګوندونو جوړول او داسی نور په یادو زده کړي او په خپل ذهن کې یې وساتي.

دغه راز یې په بېلابېلو دورو کې د اساسي قانون پس منظر ته هم اشاره وکړه، چی د ستر غازی امان الله خان د دوری څخه شروع او اوسنۍ اساسی قانون یی ملی وثیقه وبلله چې زمونږ د ټولنې د نظم او سمون لپاره د حالاتو سره سم تصویب او نافذ شوې دی.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د همدغې اساسي قانون په رڼا کې د ټولو قومونو استازولي کوي هیله به مو دا وي چې افغانان الله (ج ) حاضر او ناظر وګڼي او د خپل وجدان د حکم پر اساس داسې پرېکړې وکړي، چې پایله یې باعزته او دایمي سوله وي.
ورپسې د اساسي قانون په تطبیق د څار کمېسیون د دولتي ادارو پر اجرااتو د څار دیپارټمینټ رئيٌس ښاغلي محمد فاروق فاکر په خپلو خبرو کې د ټولنيز نظم لپاره د شریعت ترڅنګ د وضعي قانون شتون مهم وباله وې ویل: چې د لومړي قانون بنسټ د حضرت محمد ص له خوا هغه مهال کېښودل شو کله یې چې مدیني منورې ته هجرت وکړ په مدینه کې د بېلابېلو قومونو ترمنځ یو ټولنیز محور د مدینې وثیقه یا پیمان، چې هم له مدینې ساتنه وکړي او هم نورې چارې تنظیم کړي رامنځته کړ.
دغه راز د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي په خپله وینا کې د اساسي قانون شتون یوه اړتیا وبلله وې ویل: ښه داده، چې د اساسي قانون په اړه خلکوته عمومي پوهاوی ورکړو.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه اساسي قانون ارزښتناکه ملي وثیقه ده، چې اقتصادي او ټولنیزه هوساینه پکې نغښتې ده موږ باید لومړی اساسي قانون پر ځان او بیا یې پر نورو تطبیق کړو.
همدارنګه د وزارت ټولنیز سلاکار ښاغلي سیدالله سلام د عامه پوهاوي په پار په تدریسي نصاب، د کانکور په ازموینه د رسنیو له لارې د اساسي قانون مادو خپرېدل د جرګو له لارې خلکو ته معلومات ورکول او همدا راز د جوماتونو د ملا امامانو له خوا خلکو ته پوهاوی اغیزمنې لارې وبللې.
